اسلام آباد ۔ 16 اګست (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي چې سي پېك د دوه اړخيزه اړيكو اقتصادي اړخونو رامخې ته كړي دي۔ سي پېك پروژې ته په پاكستان كښې سياسي او اداره جاتي ملاتړ ترلاسه دې۔ په سي پیك پروژه د معمول له مخې په تندۍ سره پېشرفت روان دې۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه د سېنېټ چيئرمېن د چين خارجه وزير وانګ يائي سره د ملاقات په مهال كړی۔ د سېنېټ چيئرمېن د دې هي??ې څرګندونه وكړه چې د نيو ګوادر انټرنېشنل هوائي مېدان او نورې د خېرښېګړی پروژې به د ملګرې هېواد چين په معاونت تندۍ سره ډېر زر بشپړ كړې شي۔د چين خارجه وزير وانګ يائي سره د ملاقات په مهال په دې خبره هم سلا راغله چې چې سي پېك د دوه اړخيزه اړيكو اقتصادي اړخونو معرفي كړې دي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې پاكستان او چين دوه هغه ملګري هېوادونه دي د كومو ملګرتيا چې د وخت په هر امتحان كښې كاميابه ثابت شوې ده او په نړيواله كچه د دواړو هېوادونو ترمينځه ځانګړی مرسته هم منلې شوې ده۔ د سېنیټ چيئرمېن خپل پل??وي سره دا مهال د چين په 5 ورځنۍ سركاري دوره دے۔ ۔د دې بلنه ده ته د اولسي سياسي مشاورتي كنفرنس مشر وانګ يانګ وركړې وه۔ په پل??وي كښې د ټولو صوبو نمائندګي ده او په دې كښې كاروباري طبقې سره تعلق لرونكي كسان هم شامل دي۔د سېنېټ چيئرمېن د چين خارجه وزير ته ووئيل چې چين سره په ملګرتيا او د سي پېك په اړه سياسي مشرتابه او اولس يو خله دي او د دې بشپړ ملاتړ كوي۔ده د سي پېك كاميابۍ ??و غوره پرمختګ له د ګوادر او بلوچستان بېلو سيمو ته ترقي وركولو له د هڅو كولو په حاجت هم زور راوړو۔پل??وي د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د چين مشرتابه او اولس ته د نيكو هيلو پیغام ورسولو۔د چين خارجه وزير د دې باور څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې به لا وده ومومي او چين پاكستان خپل د باور وړ ملګړې ??ڼي۔پاكستان سره اړيكې د چين په ترجيحاتو كښې شامل دي۔د دې څخه وړاندې پاكستاني پل??وي د سېنېټ چيئرمېن په مشرۍ كښې د چائنا پاور تعميراتي كمپنۍ دوره وكړه۔پھ دې مهال د سېنېټ چيئرمېن په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د چائنا پاور په مرسته پېل شويو منصوبو سره به پاكستان كښې د توان ستونزه هوارولو كښې مرسته ترلاسه شي۔پل??وي كښې سناتور نذهت صادق٬ستاره اياز٬محمد اكرم٬دلاور خان٬كهده بابر٬اعظم خان سواتي٬بيرسټر محمد عل خان سېف٬مرزا محمد آفريدي٬بهرامند تنګي او د سېنېټ سېكتر امجد پروېز شامل
متعلقہ مضامین
-
Justice Minallah demands strong independent judiciary to protect rights
-
PM to develop Jinnah Medical Complex into a hospital of int’l standards
-
Trump asked Norwegian minister about Nobel Prize, newspaper says
-
Pakistan ranked among top 15 global military powers
-
Over 600,000 voters to elect their representative in NA-213 by-polls today
-
شوانگ فو آفیشل تفریحی ایپ: تفریح کا جدید پلیٹ فارم
-
Will leave politics if corruption proven against me, says Shahbaz
-
Pakistan will support Kashmiris till issue gets resolved: Nawaz
-
Cold, dry weather to continue
-
PM urged to take action against state institutions on tobacco
-
امریکی بلیک جیک آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کی مکمل رہنمائی
-
CQ9 الیکٹرانک آفیشل گیم پلیٹ فارم: ایک جدید گیمنگ تجربہ