اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئېلي دي د امن او استحكام نه بغېر پرمختګ ممكن نه دے ٬د اسلام آباد پوليس به د ج??يد دور له مخې تربيه كولې شي ٬د راتلونكې اونۍ څخه به ريپډ ريسپانس فورس كار پیل كړي٬پوليس به د كمزورو طبقو محافظه جوړول وي چې هر يو وګړې پوليسوته په ا??ترام سلام كوي٬د اسلام آباد پوليس لپاره به شټل سروس پېل كولې شي او وګړو لپاره به اېپ جوړولې شي٬د سيټزن سروس سنټر سره به د پوليس روايتي كلتور بدل شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په نېشنل پوليس اكېډمۍ كښې پوليس مېډيا ټريننګ وركشاپ ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير ووئيل روايتي پوليس به په سمارټ پوليسنګ بدلولې شي٬آئي ټي دې وكارولې شي او اداره جاتي اصلاحات دې وكړی شي۔ده ووئيل اسلام آباد پوليس له د مشرۍ كردار ادا كول پكار دي٬راتلونكې اونۍ به د كاؤنټر ټيرارزم او ريپډ رسپانس فورس كار پیل كړی شي كوم ب?? چې په 500 ځوانانو مشتمل وي٬اسلام آباد پوليس كښې اينټي رائټ فورس كار پېل كړی٬ ده ووئېل دا كار ډېر وړاندې نه پكار و۔۔ده ووئيل پرون دې فورس ډېره ښه مظاهره كړې ۔ده ووئيل د كميونټي نه ځانله پوليس كاميابېدې نه شي۔د اېس اېچ او د روايتي كردار په ځاې كميونټي ليډر كردار كول پكار دي او پوليس له كميونټي سره تعلق جوړول پكار دي٬ احسن اقبال ووئېل پوليس به د كمزورو طبقو محافظ وي چې هر وګړې پوليس ته سلام وكړي۔ده ووئيل د اسلام آباد پوليس له د ټرانسپورټ آسانۍ وركول پكار دي٬ د اسلام آباد پوليس لپاره شټل سروس وركول پكار دي دغسې چې دوي ?? چا نه لفټ نه غواړي۔ده د اسلام آباد آئي جي پوليس ته هدايت وكړو چې د اسلام آباد پوليس اېپ دې جوړ كړی شي دغسې چې وګړي په هغې رابطه او هغې څخه ا??تفاده وكړې شي۔ده ووئيل بايد سټزن فرينډلي پوليس رامخې ته شي۔ده ووئيل سټيزن سروس سنټر جوړ كړی شوې چې ورسره د پوليس روايتي كلتور بدلېږي۔ده ووئيل د ماډل پوليس لپاره پي سي ون جوړولو كښې تاخير شوې٬ما په داخله وزارت ډېر په مشكله دا پي سي ون جوړ كړې ؤ ٬اسلام آباد كښې نوې سروس سنټر جوړولې شي په كوم كښې ب?? چې د يو چهت لاندې ټولې آسانۍ ترلاسه وي۔ده ووئيل د مېډيا وركشاپ مقصد پوليس د مېډيا په اړه خبرول دي۔ده په مېډيا زور راوړو چې هغوي خپلې ذمه وارۍ وپېژني او په كرائم سين رپورټنګ كولو سره ا??تياط څخه كار واخلي۔ده ووئيل پوليس دې هم د مېډيا او كميونټي حاجتونو څخه ځان خبر كړي ۔دستورې ته د اسلام آباد آئي جي سلطان اعظم تيموري نوموړي خبريال حامد مير او عمر چيمه هم خطاب وكړو
متعلقہ مضامین
-
NDMA warns of heavy rains, flood threat in next 48 hours
-
Govt extends house arrest of Hafiz Saeed
-
Establishment accepts Nawaz’s narrative: Ahsan
-
After CM, KP gov also complains of prolonged power cuts
-
PTCL and MTronic set to redefine lifestyles by automating homes with cutting-edge IoT solutions
-
Russia envoy hands over 30 tons of humanitarian aid to Pakistan
-
سی ایم ڈی اسپورٹس آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ کا مکمل جائزہ
-
Captain among four martyred in Shawal
-
Lok Virsa pays rich tribute to qawwal legend Amjad Sabri
-
Pervez Khattak talks highly of Ehtisab rally
-
River Indus continues to run in low flood
-
NA Speaker to name more MPs as Kashmir envoys