اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف پلاوي د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د هغه په چېمبر كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د قومي اسمبلۍ په غونډه او د جولائي په 25مه نېټه د شويو ټولټاكنو په چارو خبرې وشوې۔ د ملاقات كولو نه پس د تحريك انصاف وياند او د قومي اسمبلۍ نوي ټاكل شوي غړي فو??د چوهدري خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې په قومي ستونزو اپوزيشن ځان سره مخ په وړاندې بوتلل د عمران خان وژن دے٬ هېواد ته د ورپېښو چېلنجونو خاتمې لپاره د اتحاد ضرورت دے٬ كه سياسي ګوندونه په ګډه كار ونه كړي نو نظام به مستحكم نه شي۔ ده ووئيل چې د شهباز شريف٬ بلاول بهټو زرداري او د نورو ګوندونو لخوا پارلمان ته د تګ پرېكړه خوشبينه ده۔ ده ووئيل چې د تحريك انصاف پلاوي د پيپلز ګوند لارښود سيد خورشيد سره هم ملاقات كوي۔ د ټولټاكنو په اړه به د اپوزيشن اندېښنې اورېدلې شي۔ په د?? موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې تحريك انصاف غواړي چې په ايشوز د نورو ګوندونو په مشوره مخ په وړاندې تلل وشي٬ ??حريك انصاف په ټولټاكنو كښې د اپوزيشن د اندېښنو په اورېدلو هم خوښي څرګنده كړې۔ ده ووئيل چې د تحريك انصاف پلاوې د وزيراعظم د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د ګډون كولو بلنې لپاره راغلې و۔ په پلاوي كښې پروېز خټك٬ شفقت محمود٬ اسد قېصر٬ فو??د چوهدري او نور شامل وو۔
متعلقہ مضامین
-
Bilawal, Kundi meet in US
-
Defence Diplomacy: CJCSC strengthens ties with Nigerian military
-
People from various walks of life pay tributes to Edhi
-
National Assembly Speaker seeks disqualification of PTIs Imran
-
SC directs SHC to decide Ayyans ECL plea till October 3
-
FBR tasked to collect info on people named in Panama, Bahamas leaks
-
تین بندر سرکاری ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کی مکمل رہنمائی
-
ڈریگن لیجنڈ آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ گائیڈ
-
AG آن لائن آفیشل گیم ویب سائٹ: تفریح اور جیتنے کا بہترین پلیٹ فارم
-
Yibang الیکٹرانکس آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ کا مکمل گائیڈ
-
CQ9 الیکٹرانک آفیشل گیم ویب سائٹ پر دلچسپ گیمنگ تجربہ
-
AFB الیکٹرانک ریلائیبلٹی بیٹنگ انٹری کی اہمیت اور جدید ٹیکنالوجی میں اس کا کردار