اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د قامي آمدن نزدې نيمه برخه په قرض او د سود په ادا كولو خر?? كېږي٬ معاشي استحکام لپاره ضروري ده چې معاشي هلو ځلو ته باقاعده دستاوېزي شكل وركړې شي٬ د ټېكس دائره كارې دې زيات كړې شي خو په انضمام شوو سيمو كښې د ټېكس د شرح تعين به د سيمې د اولس ستونزو تر نظره كولې شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د ضم شوو سيمو د پرمختيائي منصوبو پېشرفت په لړ كښې د جاج غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فراز، د خېبر پښتونخوا وزيرِ اعليٰ محمود خان، سناتورانو هدايت الله، اورنګ زېب خان، مرزا محمد آپريدي، مومن آپريدي او سجاد طوري ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په ضم شوو سيمو كښې د روانو پرمختيائي منصوبو او د انضمام نه پس په انتظامي چارو د پېشرفت جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د ضم شوو سيمو سناتورانو اولس ته د پېښو مسئلو نه وزيراعظم خبر كړو۔ سناتورانو سر?? خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل اوسني حكومت د ضم شوو سيمو تعمير او پرمختګ لپاره د عزم څرګندونه كړې او چې څومره فنډز وركړې په ھغې قبائيلي اولس د حكومت مننه كوي۔ ده خواست وكړو چې په ضم شوو سيمو كښې د ټېكسونو نفاذ په معامله دې د سيمې د اولس ستونزې تر نظره وساتلې شي۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د هر ډول كاروبار باقاعده اندراج او د ټېكس نېټ پراختيا اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر ضروري دے٬ خو په انضمام شوو سيمو كښې د ټېكس د شرح تعين به د سيمې د اولس ستونزې تر نظره ساتلو سر?? كولې شي۔ ده ووئيل د قامي آمدن تقريباً نيمه برخه په قرض او د سود په ادا كولو خر?? كېږي٬ معاشي استحکام لپاره ضروري ده چې معاشي هلو ځلو ته باقاعده دستاوېزي شكل وركړې شي او د ټېكس دائره پراخه كړې شې۔ وزيراعظم ووئيل د ضم شوو سيمو اولس ډېرې قربانۍ وركړې او ستونزو سر?? مخ پاتې دي٬ ده ووئېل د دې سيمو تعمير او پرمختګ او ځوانانو له روزګار كولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي
متعلقہ مضامین
-
IHC cancels cause-list of Chief Justice Sarfraz Dogar
-
SC summons reports on forest lands across the country
-
Jiaduobao الیکٹرانکس کی سرکاری ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ
-
Saudi king, Iran’s Rouhani among others in Istanbul for Islamic unity
-
PTI creating chaos using govt machinery: Dr Tariq
-
UN chief offers to mediate between Pakistan, India over Kashmir issue
-
مہجونگ روڈ سرکاری ڈاؤن لوڈ
-
AG آن لائن آفیشل تفریحی ویب سائٹ
-
کھیل چکن سرکاری تفریحی ویب سائٹ: ایک بہترین آن لائن گیمنگ پلیٹ فارم
-
Yibang الیکٹرانکس آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ کا مکمل گائیڈ
-
CQ9 الیکٹرانک آفیشل گیم پلیٹ فارم: ایک جدید گیمنگ تجربہ
-
لکی کاؤ آفیشل گیم پلیٹ فارم کی مکمل معلومات اور تفصیلات