ساهيوال 29 جنوري(اے پي پي) وزي??اع??م عمران خان سره د ساهيوال ډويژن تعلق لرونكو پارلماني غړو او د پاكستان تحريك انصاف ممبرانو پلاوي په ساهيوال كښې ملاقات كړے ۔ په ملاقات كوٶنكو كښې رائے محمد مرتضي اقبال، سيد صمصام علي بخاري، ملك نعمان احمد لنګړيال، چوهدري محمد نوريز شكور ، شېخ محمد چوهان، ملك فېصل جلال ډھكو، مهر ارشاد حسېن كاټھيا، وحيد اصغر ډوګر، سيد محمد مظفر شاه كھګه، رائے حسن نواز خان، فېض الله كموكا، شكيل احمد نيازي، رانا آفتاب احمد، نبيله اعوان، ډاكټر مظهر شيرازي او وسيم رامے شامل وو۔ د پنجاب وزيراعلٰې عثمان بزدار او ګورنر چوهدري محمد سرور هم د ملاقات په مهال موجود وو۔ پلاوي د ساهيوال په دوره كولو د وزي??اع??م مننه وكړه ۔ د ملاقات په مهال په سياسي چارو٬ د اولس په خېرښګړه ٬ پرمختيائي منصوبو٬ په خاص توګه د صحت ٬ تعليم سهولتونه وركولو، د زرعي څانګې پرمختګ پحقله په جاري اقداماتو او د سباٶن په منصوبو خبرې شوي۔ د ملاقات په مهال پارلماني غړو ووئيل د وزي??اع??م عمران خان د اسلامي فلاحي رياست وژن په رڼا كښې د اولس خېرښګړې او پرمختګ لپاره هڅې كوٶ٬ د وزي??اع??م عمران خان د ولوله لرونكې ??يا??ت په سبب په نړۍ كښئ د پاكستان عزت زيات شوے ٬ په ملګرو ملتونو كښې د وزي??اع??م وېنا سره د پاكستاني اولس سر په وياړ هسك شوے ۔ پارلماني غړو د ساهيوال ډويژن د كركيلي بې پناه صلاحيت له مخې كروندګرو ته د ريليف وركولو پحقله وزي??اع??م له تجويزونه وركړل او پارلماني غړو د ساهيوال ډويژن اولس ته د رامخې ته مسئلو نه وزي??اع??م خبر كړو٬ وزي??اع??م د تجاوزات او قبضه ګرو په ضد د اېكشن پحقله هم خبر كړے شو۔ د ملاقات په مهال وزي??اع??م عمران خان غړو سره په خبرو كښيې ووئيل د بې وسه او كمزورو طبقو خېرښګړې ته پام وګرځوئ٬ په ماضي كښې د ټولې صوبې پرمختګ نظر انداز شوے او په خاص سيمو وسائل خرڅ كړې شوي٬ جې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد تاريخي زيان سره مخ ٶ٬ په سمدستي توګه د معاشي استحكام پحقله پرېكړې شوي چې نتيجې ئې پرله پسې راروانې دي۔ ده ووئيل د كرونا وباء پحقله موثره لائحه خپله كړې شوې چې نړۍ ئې معترف ده٬ د احساس پروګرام له مخې بې وسه او مستحقو كسانو ته غېر د سياسي تړون نه روپې وركړې شوي۔ وزي??اع??م عمران خان خاص سپارښتنه وكړه چې قبضه ګرو او لويو جرائم پېشه عناصرو په ضد كاروائي وكړئ او هغوي د قانون سره مخې كړئ دغسې چې د بې وسه او كمزورو طبقو د استحصال لاره ونيولې شي
متعلقہ مضامین
-
Anti-polio drive begins in Hyderabad
-
Manpower Export — Grabbing slots in global job markets
-
Pakistan, UAE pledge to enhancing bilateral cooperation
-
Dutch sports icons to visit Pakistan
-
Azma advises CM Murad to focus on farmers plight in Sindh
-
Rangers deployed at PIMS
-
Police to deploy 16,150 personnel for Eid security
-
Will reveal reasons behind my resignation at right time: Rashid
-
Musharraf urges PM to extend Gen Raheel Sharif’s tenure
-
PTCL begins restoration of services following massive outage
-
Repatriation of TDPs of NWA from Afghanistan begins
-
Sartaj congratulates Trump on assuming office