اسلام آباد28ستمبر (اے پي پي)د اقتصادي چارو وف??قي وزير عمر ايوب خان وئيلي ديپاکستان د افغانستان وګړو سماجي او اقتصادي ستونزو مخنيوي لپاره د هغوي بشپړه مرسته كوي٬ د افغانانو ژوند او معاش بچ كولو لپاره په انساني بنيادونو په سمدستي توګه تكنيكي او مالي مرسته پكار ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهېپه ورځ افغانستان سره په دوه اړخيزه اقتصادي مرسته خبرو اترو لپاره د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د فوډ سېكيورټي اېنډ ريسرچ وزير سيد فخر امام، د قامي سلامتيا او ستراتېژك پاليسي خاص سلاحكار ډاكټر معيد يوسف، د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر ، د واپډ چيئرمېن لېفټيننټ جنرل (ر) مزمل حسېن او نور چارواكي هم موجود وو۔ وف??قي وزير د موجوده صورتحال په تناظر كښې افغانستان لپاره د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې اهميت رامخې ته كړو۔ ده ووئيل پاکستان د تعليم ، صحت او انفراسټرکچر پشمول بېلو څانګو كښې د 148.35 مېليونه ډالرو په لګښت 20 منصوبې د وړاندې نه پېل كړي او د 221.83 مېليونه ډالرو په لګښت په 9 منصوبو عمل روان دے۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان زده كوٶنكو ته په بېلو څانګو كښې درې زره علامه محمد اقبال سكالرشپس هم وركړي۔ په دې موقع د نېشنل فوډ وف??قي وزير سيد فخر امام ووئيل د 14 مېليونه نه زياتو افغانانو لپاره د خوراك د شديد بحران پحقله رپورټس اندېښمن دي۔ په صورتحال د خپلې اندېښنې څرګندونې سره سيد فخر امام افغانانو لپاره د نړيوالې ورورولۍ د ملاتړ او يوالي په ضرورت زور ر??اړ??۔ د سټېټ بېنك ګورنر د افغانستان بېنك ته په آسانۍ سره كار كولو لپاره مختلف آپشنز وركړل او په بيعه كښې استحكام ترلاسه كولو او معاش سنبهالولو مرستې لپاره ئې وړاندېزونه وركړل۔ په دې موقع معيد يوسف ووئيل د وسائلو اوورلېپنګ نه بچ كېدو لپاره كوټلې هڅې د وخت ضرورت دے۔ ده غونډه خبر كړه چې د وزيراعظم په سپارښتنو نيشنل سيکورټي ډويژن د عمل وړ پاليسي آپشنز لپاره بېلو شراكتدارو سره مشاورت هم پېل كړے۔ ګډون كوٶنكو ټولو اړوندو شراكتدارو سره د معنې وړ مشاورت لپاره د غونډې په تابيا د اي اے ډي د هلو ځلو ستائنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
PM condemns ‘heinous’ attack in phone call with Qatar’s amir
-
Imran Khan declared fully healthy after jail medical checkup
-
Physics paper leaks in Karachi’s matric exams
-
150,000 die of hepatitis every year in Pakistan
-
Indian Army goes berserk, takes revenge from ordinary muslims
-
Tribesmen decide merger of FATA into Khyber Pakhtunkhwa: Sherpao
-
Ajokas Bullah a Success in Denmark
-
Jiaduobao الیکٹرانک گیمز آفیشل ویب سائٹ کا تعارف
-
لائیو کیسینو آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کے ساتھ پریمیئم گیمنگ کا تجربہ
-
EVO آن لائن معروف بیٹنگ گیٹ وے کی خصوصیات اور فائدے
-
AFB الیکٹرانک ریلائیبلٹی بیٹنگ انٹری کی اہمیت اور جدید ٹیکنالوجی میں اس کا کردار
-
AFB الیکٹرانک ریلائیبلٹی بیٹنگ انٹری کی اہمیت اور جدید ٹیکنالوجی میں اس کا کردار