اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود سره لوړو زده كړو لپاره د افغا??ست??ن وزيرالحاج عبدالباقي حقاني په مشرۍ كښې پنځه كسيز پلاوي ليدلي دي ۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل افغان زده كوٶنكو (انجونو او هلكانو) لپاره د لوړو زده كړو د سكالرشپس شمېره 4500 كړې شوې كوم چې به په راتلونكو دريو كالو كښې وركولے شي، د افغان نرسنګ څانګې تعمير او پرمختګ لپاره د ١٠٠ سكالرشپس څخه ابتدا كوٶ٬ راتلونكې كال به په دې كښې ښه اضافه كولې شي او د افغان زده كوٶنكو ته هنر وركولو لپاره به د نيوټېك د لارې هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ د دې نه علاوه به د افغا??ست??ن د فيکلټي ډيويلپمنټ، ټيچرز ټريننګ ??پاره هم د پاكستان ادارې خپله بشپړه مروسته كوي۔ په دې موقع د افغا??ست??ن د تعليم وزير الحاج عبدالباقي حقاني د وفاقي وزير شفقت محمود مننه كولو سره ووئيل پاكستان او افغا??ست??ن نزدې ګاٶنډيان هېوادونه دي۔ ده ووئيل هند په تېرو كلونو كښې افغان زده كوٶنكو ته سكالرشپس وركړي چې بنيادي مقصد ئې د افغا??ست??ن نوې كول كښې د پاکستان مخالف جذبات ته وده وركول وه خو اوسنے حكومت دا عزم صميم لري او خپلو زده كوونكو ته به پاكستان څخه د تعليم وركولو له د شريكو خېرسګالۍ جذباتو ته وده وركولې شي۔ الحاج عبدالباقي حقاني ووئيل د اوږد جنګ څخه د تباه شوي افغا??ست??ن تعمير او ترقۍ كښې مونږ ته په هر ګام د پاكستان د معاونت ضرورت دے۔ په دې موقع افغان وزير د تعليم مسئلو پحقله يو دستاوېز هم وفاقي وزير شفقت محمود له وركړو په كوم چې وفاقي وزير د هر ډول مممكنه مرستې باور وركړو۔ دواړو هېوادونو ګڼ اړخيزه مرسته روانه ساتلو٬ د اړيكو لا مضبوطيا او د يو بل د تجربو څخه د استفادې كولو پخلې وكړو او په دې اړه به ډېر زره د تفاهم په يادښتونو لاسليك وكړے شي۔ په افغان پلاوي كښې د تعليمي چارو دوهم وزير ډاکټر لطف الله خېر خواه، چيف آف سټاف ډاکټر احسان الله عباد، د اطلاعات او خپرونو ډائرېکټر ډاکټر دلاور سېلاب او د ډيويلپمنټ پروګرامډائريکټر انجينئر روح الله حقاني شامل وو۔ د پاكستان تعليم وفاقي وزارت په پلاوي كښې ايډيشنل سيکرټري او د وزارت وياند محي الدين احمد واني، اېګزيکټو ډائريکټر اېچ اي سي شائسته سهېل، د نيو ټېك چيرمېن نسيد جاوېد حسن، ډائريکټر جنرل ريليجئس ايجوکيشن جنرل قمر او نورو چارواكو ګډون كولو
متعلقہ مضامین
-
Bilawal, Kundi meet in US
-
Defence Diplomacy: CJCSC strengthens ties with Nigerian military
-
People from various walks of life pay tributes to Edhi
-
National Assembly Speaker seeks disqualification of PTIs Imran
-
SC directs SHC to decide Ayyans ECL plea till October 3
-
FBR tasked to collect info on people named in Panama, Bahamas leaks
-
تین بندر سرکاری ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کی مکمل رہنمائی
-
ڈریگن لیجنڈ آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ گائیڈ
-
AG آن لائن آفیشل گیم ویب سائٹ: تفریح اور جیتنے کا بہترین پلیٹ فارم
-
Yibang الیکٹرانکس آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ کا مکمل گائیڈ
-
CQ9 الیکٹرانک آفیشل گیم ویب سائٹ پر دلچسپ گیمنگ تجربہ
-
AFB الیکٹرانک ریلائیبلٹی بیٹنگ انٹری کی اہمیت اور جدید ٹیکنالوجی میں اس کا کردار