کراچۍ 04 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی کراچۍ كښې د نوې جوړ شوي فضائیه روتھ فا میډیکل کالج (ایف ??ر پی ایم سی) پرانسته كړې ده ۔ د پاك فضائیه لخوا د نهې پھ ورځ جاري شوي اعلامیې له مخې د اولس مشر پھ رسېدو د پاك فضائیه مشر ا??ئر چیف مارشل مجاهد انور خان د هغه هركلې وكړو۔ په دې مهال پھ خپل خطاب کښې اولس مشر ډاکټر عارف علوی د پاکستان میډیکل کونسل د معیار له مخې په ریکارډ وخت كښې د دې پروژې په پشپړولو د ډلې هڅې وستائلې۔ ده ووئيل د پاك فضائیه تعمیرملت پروګرامونو او په خاص توګه صحت او تعلیم په څانګو كښې کردار ترسره كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پاك فضائ??ه په اولسي خذماتو فهرست كښې به دا کالج د قدر و?? اضافه ثابته شي۔ دې نه پس اولس مشر د میډیکل کالج پرانسته وكړه او د پروژې کامیابۍ له ئې دعا اوكړه۔ ده د کالج د بيلو څانګو دوره هم وكړه او فیکلټی او پیرامیډیکل اسټاف سره ئې خبري اتري وكړي۔ پرنسپل اسټاف آفیسرانو او اعلیٰ سول او پوځي چارواكو هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ د پی اے اېف روغتون فیصل او پی اے ایف ??وغتون مسرور به دې کالج سره د ټيچنګ روغتون پھ توګه منسلك وي او دې نه ځانله جدیدې آسانۍ لرونكې ډائګناسټک سنټر هم شته چې پكښې ایم آر آئی،سی ټی اسکین، ډیجیټل ایکسرے، میموګرافی، او فلوروسکوپی آسانۍ شاملې دي۔په دې روغتون كښې هیماټولوجی، سیرولوجی، کیمیکل پیتھالوجی، بلډ بینك، مائیکرو بیالوجی، کلینیکل پیتھالوجی او هسټوپیتھولوجی آسانۍ لرونكې يوه جدیده لیبارټری هم شته
متعلقہ مضامین
-
NDMA warns of heavy rains, flood threat in next 48 hours
-
Govt extends house arrest of Hafiz Saeed
-
Establishment accepts Nawaz’s narrative: Ahsan
-
After CM, KP gov also complains of prolonged power cuts
-
PTCL and MTronic set to redefine lifestyles by automating homes with cutting-edge IoT solutions
-
Russia envoy hands over 30 tons of humanitarian aid to Pakistan
-
سی ایم ڈی اسپورٹس آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ کا مکمل جائزہ
-
Captain among four martyred in Shawal
-
Lok Virsa pays rich tribute to qawwal legend Amjad Sabri
-
Pervez Khattak talks highly of Ehtisab rally
-
River Indus continues to run in low flood
-
NA Speaker to name more MPs as Kashmir envoys